قدیر: داعش ته به د مرکزنو جوړولو اجازه ورنه کړو

د ولسي جرګې لومړی مرستیال وايي چې که څه هم داعشیان په افغانستان کې د مرکزونو د جوړلو په لټه کې دي خو دوی به اجازه ورنه کړي.

عبدالظاهر قدیر چې نن یې د جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې وویل چې په ننګرهار کې به له حکومتي ځواکونو په ګډه داعش وسله وال وځپي.

نوموړی وايي چې دا چې داعش په عراق او سوریه کې تر فشار لاندې دي نو هڅه کوي چې په ننګرهار او نورو سیمو کې ځان ته خوندي مرکزونه جوړ کړي.