سرحدي: وسله وال طالبان ترینکوټ ښار نه پر شاتمبول شوي

د ترینکوټ ښار

د ارزګان پولیس وايي، طالبان یې له مرکز ترینګوټ څخه پنځه کیلومتره شاته تمبولي دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان او بهرنیو ځواکونو تېره ورځ سرچخلي په سیمه کې ګډ عملیات پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا د یادو عملیاتو په نتیجه کې سرچخلي او دو راهۍ سیمې په بشپړه توګه له طالبانو تصفیه شوې دي.

د ارزګان د امنیه قوماندان په خبره په پیل شویو عملیاتو کې تر دې دمه پنځه طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د رپوټو پر اساس لاهم طالبان د ارزګان مرکز ټرینکوټ په شمالي سیمو کې حضور لري.