اسفنديار: ترهګري د پښتنو تعليميافته نسل له منځه وړي

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي د ترهګرۍ وروستۍ لړۍ دا څرګندوي چې د يوې منظمې دسيسې له مخې د پښتنو تعليميافته نسل او مستقبل له منځه وړل کېږي.

نوموړى وايي پر ځاى د دې چې په ترهګرۍ کې څنګلوري هېوادونه دخيل وبلل شي، بايد خپلې کمزورۍ ومنل شي.

ښاغلى اسفنديار وايي، افغانستان ګڼ هغه وسله وال وژلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې تورن وو، خو وايي پاکستان د هغو وسله والو پر ضد هيڅ نه دي کړي چې په افغانستان کې وسله وال فعاليت کوي.

له ښاغلي اسنفديارولي خان سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل يوه تفصيلي مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسنفدیار ولي خان سره مرکه