د امریکا «FBI» اداره د هیلري کلېنټن نور ایمیلونه څېړي

د امریکا فیدرالي پولیس وايي، دوی به د ډیموکراټې کانديدې هیلري کلینټن هغه نوې رابرسیره شوي ایمیلونه بیا وڅېړي چې د نوموړې له خصوصي سرور څخه غلا شوي او خپاره شوي دي.

دا خبره د امریکا د فیډرالي امنیت ادارې «ایف. بي. ای» د مشر جیمز کامي په هغه لیک کې شوی چې د امریکا کانګرس ته یې استولی دی.

ویل کېږي چې په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو کم وخت پاتې دی د «ایف بي ای» دې نوي اعلان د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې بې باوري زیاته کړي.

د امریکا د فیدرالي امنیت ادارې تر دې مخکې هم د هیلري کلینټن له خوا د ایملونو لپاره د خصوصي سرور د کارولو په اړه څېړنې کړي وې.

د دې څېړنو هدف دا وو چې معلومه کړي چې ایا په دې کار خو هیلري کلینټن هغه مهال چې د بهرنیو چارو وزیره وه له محرم معلوماتو سره ناسم چلند نه دی کړی؟

جیمز کامې د جولای په میاشت کې اعلان وکړ چې څېړونکو یې غیرې قانونې څه ونه موندل خو مېرمن کلینټن یې پر بد قضاوت ملامته کړه.

هیلري کلینټن د دې له کبله بخښنه وغوښته.

ویل کېږي دا خبر به چې «ایف بي ای» یو وار بیا د هیلري کلینټن ایمیلونه څېړې، د دې او د جمهوري غوښتونکې کاندید ډونالډ ټرمپ تر منځ پر انتخاباتي سیالیو اغېز وکړي.

دا مهال نظر پوښتنې ښيي چې هیلري کلینټن له خپل جمهوري غوښتونکې سیال مخکې ده.