چارواکي: د ننګرهار حصارک کې د هوايي برید په اړه څېړنه کو

په ننګرهار کې چارواکي وايي، د شېرزادو ولسوالۍ د مرکي خېلو په سیمه کې په یو هوايي برید کې د ملکي خلکو د ټپي کېدو په اړه معلومات راټولوي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې په شپه د ناټو هوايي ځواک په سیمه کې د محمد عالم په نوم د طالبانو پر یو ځايي مشر هوايي برید کړی.

د ښاغلي مشرقیوال په وینا، په دې برید کې خپله محمد عالم او اته تنه وسله وال ملګري یې وژل شوي، خو په دې کور کې یې د یو شمېر ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو راپورونه هم تر لاسه کړي چې دوی په اړه د معلوماتو پر راټولو بوخت دي:

"په دې کور کې ماشومان او ښځې هم ټپیان شوي دي خو کره شمېره یې نه ده معلومه موږ په سیمه کې پولیسو ته دنده ورکړې چې د دوی شمېر او د پېښې څرنګوالی دقیق کړي."

د ننګرهار د شیرازادو ولسوالي د دې ولایت یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ده چیرې وسله وال طالبان فعال دي.

دا ولسوالۍ د حصارک ولسوالۍ سره خوا کې پرته چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو شاهده وه.