سعودي کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوېږېږي

ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو یو کنفرانس جوړ شي.

په ریاض کې افغان سفیر سید جلال کریم د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان د دې کنفرانس له جوړېدو سره موافقه کړې او دا مهال یې دوی په تدارکاتي چارو بوخت دي.

نوموړي هیله وښوده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د نړۍ د بېلابېلو اسلامي هېوادنو دیني عالمان د اسلامي کنفرانس په مشرۍ او د سعودي د حکومت په کوربه توب د ترهګرۍ او د افغانستان سره په تړلو مسئلو په یوه غونډه کې بحثونه او پریکړې وکړي.

د افغانستان په اړه د سعودي عربستان د حکومت په کوربه توب د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس د جوړېدو خبره سعودي عربستان ته د افغانستان د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله له وروستي سفر وروسته کېږي.

د دې سفر په ترڅ کې ښاغلي عبدالله له سعودي چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر کې د مرستې غوښتنه کړې وه چې سعودي چارواکو هم ډاډ ورکړی و.