غور کې د لسګونو وژل شويو خپلوانو مظاهره وکړه

نن په غور کې د لسګونو وژل شويو خپلوانو د وروستۍ ډله ييزې وژنې په اعتراض مظاهره وکړه.

لاريون کوونکو چې ډېرى يې ښځې او ماشومان وو، له حکومته غوښتنه وکړه چې د قربانيانو عاملان پيدا او د عدالت منګولو ته وسپاري.

د لاريون ځينو ګډونوالو حکومت په ناغېړۍ تورن کړ.

ويل شوي چې د سې شنبې ورځې د څه باندې دېرشو کارګرو د ډله ييزې وژنې عاملان د داعش ډلې غړي دي. خو د غور والي وايي د وروستۍ پېښې د قربانيانو غچ به اخلي.

غلام ناصر خاضع ازادي راډيو ته وويل، د وروستۍ ډله ييزې وژنې د عاملانو د موندنې او مجازاتو لپاره به عمليات پيل شي.

"موږ ډاډ درکوو، چې ډېر ژر به د خپلو شهيدانو د وينې غچ اخلو."

په همدې تړاو افغان حکومت په غور کې د ملکيانو د ډله ييزې وژنې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ او عاجلې مرستې لپاره يو عالي رتبه هيئت وټاکه.

د دغه هيئت غړي دي د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد يعقوب شمس، د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې سلاکار عبدالمعروف فضلي اود پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې د عمومي اړيکو مدير محمد عظيم نوريان.