په ننګرهار کې بمبارۍ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې
Your browser doesn’t support HTML5
راپورونه وايي په ننګرهار کې په هغه بمبارۍ کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې تېره شپه د طالبانو د يوه قوماندان محمد علم پر کور شوې ده.
د والي وياند عطا الله خوږياڼي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د هوايي حملې خبر تاييد کړ، خو د تلفاتو د شمېر په اړه يې بې خبري وښوده.
د ننګرهار روغتيا رئيس ويلي چې د پېښې له کبله تر لسو زيات ټپيان روغتون ته وروړل شوي، چې په هغو کې ٧ ماشومان او ٥ ښځې شاملې دي.
بلخوا په کابل کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت يوه وياند بريد جنرال چارليس کليفلېنډ ويلي، امريکايي ځواکونو په شېرزادو کې د جمعې په ورځ د دوستو ځواکونو د دفاع لپاره هوايي حمله کړې ده.