د سوريې په محاصره شوي ښار حلب کې دولت-ضد ځواکونو د دولتي پوځيانو د محاصرې د ماتولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې پرون وويل چې د ياغيانو د توغنديو په حمله کې چې د حلب په لوېديځ کې د دولت تر ولکې لاندې سيمو شوې، ١٥ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر زيد رعد الحسېن ويلي، د داعش تروريستي سازمان سخت دريځو وسلهوالو د عراق په ناامنه ښار موصُل کې لږ تر لږه ۲۳۲کسان اعدام کړي دي.
نن په جنيوا کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر وياندې روئينا شماساني دغه راز وويل، داعش ډلې دغه ښار ته په لسګونو زره ملکيان راوستلي چې د ډال په توګه کار ځینې واخلي.