دفاع وزارت: ارزګان او هرات کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي

دفاع وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په عملياتو کې په ارزګان او هرات ولايتونو کې نهه تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي، شپږ وسله‎وال طالبان د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍ او درې نور د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې وژل شوي چې يو يې د هغوى سيمه ييز قوماندان و.

ويل شوي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېرى هم وژل شوى دى.