نړيوال بانک افغانستان لپاره د ١٢٠ میليونه ډالرو مرسته تصويب کړه

نړيوال بانک د افغانستان د پراختيايي لومړيتوبونو د ملاتړ لپاره د ١٢٠ میليونه امريکايي ډالرو مالي مرسته تصويب کړه.

د دغه بانک په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې د دغو ١٢٠ میليونو ډالرو مالي مرستې ١٠٠ میليونه ډالره به د اساسي پروژو او ټولنيزو خدمتونو په برخه کې ولګول شي چې په مرسته به يې درې میليونه او ٤ لکه کسانو ته د څښاک اوبو اسانتيا برابره شي.

د اعلاميې په حواله ٢٠ میليونه دالره نوره مرسته به د مالي سکټور پر غښتلي کولو مصرف شي.

د جنوبي اسيا لپاره د نړيوال بانک مرستيالې انتيا ديکسُن ويلي: موږ غواړو له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړو او مليونونه وګړي د بېوزلۍ له منګولو وژغورل شي.