غزني چارواکي: ګيلان کې د ۱۸ محلي پوليسو د وژلو مخنيوى وشو

د غزني چارواکي وايي، تېره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې د اتلسو محلي پوليسو د وژل کېدو مخنيوى وشو.

د دغه ولايت چارواکي وايي، د طالبانو دوو نفوذي کسانو غوښتل د يوې پوستې اتلسو پوليسو ته په خوړو کې زهر ورکړي چې دغه پلان يې شنډ کړاى شو.

د غزني د والي وياند جاويد سالنګي ازادي راډيو ته وويل چې د پېښې په تړاو د دولت ضد وسله والو دوه نفوذي کسان نيول شوي دي:

"دوى غوښتل د هغو زهري موادو په واسطه چې د پوليسو په خوړو کې يې اچولي وو، دوى له منځه يوسي، خو پوليس له دې قضيې خبر شول او هغه خواړه يې ونه خوړل، دغه ١٨ کسان روغ-رمټ دي، دوه کسان احمدشاه او داود چې په دې پوسته کې د وسلوالو نفوذ لرونکي کسان وو، نيول شوي دي."

د غزني چارواکي وايي له نيول شويو کسانو پوښتنې-ګروېږنې روانې دي.

په وروستيو کې د غزني له ګيلان ولسوالۍ د وسلوالو د تحرکاتو راپورونه ورکول کېږي.