م.م کې د اټمې وسلو په اړه یوې پرېکړه ليک ته رايه ورکړل شوه

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ يوې کمېټې هغه پرېکړه ليک ته رايه ورکړه چې پر اټمي وسلو د بنديز پر يوه تړون د مذاکرو پيلولو ته زمينه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې اټمي ځواک لرونکو هېوادونو د دغه پرېکړه ليک مخالفت کړى دى.

دغه پرېکړه ليک چې د اتريش، ايرلنډ، مکسيکو، نايجيريا، جنوبي افريقا او برازيل په غوښتنه ترتيب شوى، ١٢٣ هېوادونو مثبتې او اته دېرشو نورو مخالفې رايې ورکړې.

موافقو هېوادونو پر يوه نوي تړون په مارچ مياشت کې د مذاکرو د پيل غوښتنه وکړه.

دغو هېوادونو د اټمي وسلو د کارونې له کبله پر مصيبت پاروونکو بشري عواقبو ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

خو د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د پنځو اټمي ځواک لرونکو هېوادونو له ډلې څلورو لکه بريتانيا، فرانسې، روسيې او د امريکا متحدو ايالتونو دغه پرېکړه ليک ته مخالفې رايې ورکړې، خو چين، هند او پاکستان سپينې رايې وکارولې.

په پام کې ده چې پر دغه پرېکړه ليک په ډسمبر مياشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې بحث وشي. خو له وروستۍ رايې اچونې ښکاري چې د ملګرو ملتونو اکثريت غړي هېوادونه ښايي د دغه پرېکړه ليک ملاتړ وکړي.