ننګرهار کې د داعش بهرنۍ نظامي روزونکی وژل شوی

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ددې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش بهرنۍ نظامي روزونکی وژل شوی دی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د اچین ولسوالۍ په شنه لګت سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې په پایله کې د اشرف په نوم یو پاکستانی روزونکی چې داعش وسله‎والو ته یې نظامي زده‎کړې ورکولې وژل شوی.

نوموړی وايي، په دې عملیاتو کې نور چاته زیان نه‎دی اوښتی.