جرمني چارواکو یو ۱۹کلن ځوان نیولی

جرمني چارواکي وایي، یو ۱۹ کلن ځوان یې چې ګومان کېږي د طالبانو په لیکو کې یې جګړه کړې ده، نیولی دی.

د جرمني د فدرالي څارنوالانو اعلامیې دغه شکمن واجد اس Wagid S.راپیژني او وایي چې دی د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.

ډېر تفصیلات یې نه‎دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې هغه څه وخت او څنګه جرمني ته ننوتی دی.

دی د یو ویره اچوونکي بهرني سازمان په غړیتوب باندې شکمن دی.

څارنوالان وایي چې ګومان کېږي دا ځوان په 2013 کال کې له طالبانو سره یو ځای شوی وي او په وار وار به یې په جګړه کې برخه اخیستې وي.