د بامیانو په ولایت کې د نجونو لپاره د لیلیې د جوړولو کار پیل شو.
د دغې لیلیې د بنسټ ډبره پرون د بامیان والي طاهر ظهیر د مراسمو په ترڅ کې کېښوده. سیمه ییز چارواکي وايي چې دغه لیلیه به د ډېرو ښو امکاناتو په درلودلو د بامیان پوهنتون د ۲۸۰ تنو محصلینو لپاره د لوړو زدهکړو د وزارت له بودجې څخه د ۹۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي او د دوو کلونو په ترڅ کې به یې کار بشپړ شي.
د بامیانو والي طاهر ظهیر وایي چې د نجونو دغه لیلیه به د هېواد په کچه بې سارې وي.
د بامیان والي زیاته کړه چې د نجونو لپاره د لیلیې نشتوالی یوه لویه ستونزه ده چې زموږ نه یې د خلکو لهخوا تل غوښتنه کیده.
د نجونو دغه لیلیه به ۶۱ خونې ولري او په څلورو پوړونو کې جوړېږي.