اروپايي ټولنې د سوریې ۱۰ تنه نور اتباع هم د تعزیراتو په نوملړ کې ځای او دغه راز یې د حلب په ښار باندې په بریدونو تورن کړل.
د اروپا ټولنې په خپله پرونۍ اعلامیه کې وویل، دغه کسان د سوریې د رژیم د پوځي او ملکي چارواکو څخه دي.
د تعزیراتو په نوملړ کې د دې کسانو په شاملېدو سره د دغه نوملړ شمېر ۲۱۷ تنو ته ورسېد.
دغه کسان د اروپایي ټولنې هېوادونو ته سفر نهشي کولای او په دې هېوادونو کې د دوی پانګې کنګل کېږي.
د سوریې د ۶۹ سازمانونو او مؤسسو په وړاندې هم تعزیرات وضع شوي دي.
د اروپایي ټولنې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران تېره اوونۍ له ملګروملتونو سره همغږي شول او ویي ویل چې ښایي په حلب باندې بریدونه جنګي جنایتونه وبلل شي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د اوربند په لهمنځه تلو روسي او سوري الوتکو په دغه ښار پرلهپسې بمبارۍ وکړې.