د اسلاماباد پولیسو پرون د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ګڼشمېر پلویان ونیول او په ښار کې يې پر لاریونونو بندیز ولګاوه.
راپورونه وايي چې د پولیسو او تحریک انصاف ګوند د پلویانو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
عمران پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د راتلونکې نوومبر میاشت په دوهمه نېټه د نواز شریف د حکومت پرضد د اعتراض لپاره په اسلاماباد کې راغونډ شي.
د پاکستان حکومت بیا وايي چې سر له پرونه په اسلاماباد او راولپنډۍ کې په هر ډول سیاسي لاریونونو بندیز لګیدلی دی.
په همدې حال کې د اسلاماباد محکمې له عمران خانه غوښتي چې واضحه کړي په اسلاماباد کې د پلان شوي پراخ لاریون له لارې څه غواړي.
محکمې دغه راز امر کړی چې د لاریون پر ورځ باید ټولې دولتي ادارې فعاله وې، ښوونځي پرانیستي وي او نه حکومت او نه هم لاریون کوونکي دا اجازه لري چې سرکونه وتړي او په هره سیمه کې چې وغواړي مظاهره وکړي.