لغمان ولایت په مخامخ نښته کې د طالبانود یو مشهور قومندان په ګډون څلور تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ويلي تېره شپه دوه بجې د کابل جلالاباد په لویه لاره د خیرو خېلو په سیمه کې د دولت مخالفو وسلهوالو د تور غر له استقامت نه د ملي پولیسو په یوې پوستې ډله ییز برید کړی چې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د مخالفینو دغه برید د هغوی د څلورو تنو په مرګ ژوبلې سره په شاه تمبول شوی دی.
نوموړی وايي، په دغه نښته کې د مخالفو وسلهوالو د تور غر د سیمې مهم قوماندان نیکی چې په اکرام مشهور و د خپل وراره مرجان سره یو ځای وژل شوی او دوه تنه نور یې شدید زخمیان شوي دي چې د اکرام او مرجان جسدونه دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي.
د ځواک په خبره اکرام د طالبانو د تورغر د جبهه قومندان و.
وسلهوالو طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.