د سوداګرۍ او صنایع خونې یو پلاوی ازبکستان ته تللی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یو پلاوی په یوه اقتصادي نندارتون کې د ګډون په هدف ازبکستان ته تللی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې یاد پلاوی به په نندارتون کې د ګډون تر څنګ د ازبکستان له ځینو پانګه‎والو او سوداګرو سره هم وګوري او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور تر منځ د اړیکو پر پراختیا به خبرې وکړي.

له دې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسؤلانو او په کابل کې د ازبکستان د سفیر تر منځ د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوي چې د مسؤلانو په وینا مثبتې پایلې یې درلودې.