یوه نوې څېړنه چې نن خپره شوه ښيي چې له ۱۹۷۰ میلادي کال راهیسې د انساني فعالیتونو د پراختیا له کبله د نړۍ د وحشي ژویو له پنځو درې برخې لهمنځه تللې دي.
د نړۍ د ژویو د وجهي صندوق او د لندن د زولوژۍ ټولنې په ګډ راپور کې راغلي چې د ۱۹۷۰ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ د شیدې ورکوونکو ژویو، مارغانو، کبانو، د وچې او اوبو د ژویو او د سمساره کورنۍ د ژویو شمېر په سلو کې اته پنځوس کم شوی دی.
د دې ټولنو کارپوهان اټکل کوي چې د وحشي ژویو د لهمنځه تلو اوسني بهیر ته په پام سره ښايي تر ۲۰۲۰ کال پورې دا اندازه له درېیو دوه برخې ته ورسېږي.
د نړۍ د وحشي ژویو د وجهي صندوق عمومي منشي مارکو لمبرتیني وايي، وحشي ژوي په بېساري چټکۍ سره زموږ د سترګو په وړاندې لهمنځه ځي.
په دې څېړنه کې په ټولو لویو وچو کې د درې زره اووه سوه ډوله ژویو په اړه چې د یو نخود په اندازه له چنګښو نیولې تر دېرش متره نهنګ پورې د مخلوقاتو شاوخوا څوارلس زره او دوه سوه ډولونه پهکې دې څېړل شوي دي.