روسیه د سوریې پر ادلیب ښار په بمبارۍ کې د لسګونه ماشومانو د مړینې په مسئله کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوه.
د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې او څارونکو ټولنو راپور ورکړی چې پر ادلیب ښار په پرونیو هوايي حملو کې د ۲۲ ماشومانو په ګډون ټول ۳۵ کسان وژل شوي دي.
د یونېسف مشر انتوني لېک وویل، دا یوه تراژیدي او یو جنګي جنایت دی چې عمداً ترسره شوی او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسؤل سټیفن اوبراین وویل:
"د سوریې او روسیې د پوځونو لهخوا پر ملکي وګړو بمباري کېږي خو که دا خلک وژغورل هم شي تر سبا پورې به له لوږې مړه شي. دا تکتیک د دوی د بېرحمی په شان واضح دی."
مرستندویه ټولنې او څارونکي وایي، دا هوايي حملې د ادلیب ښار په حاص سیمه کې پر یوه ښوونځي او د استوګنې پر کورونو شوي دي.
په همدې حال کې د سوریې دولتي ټلوېزیون د امنیتي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په حاص سیمه کې په بمباریو کې یو شمېر یاغیان وژل شوي دي.