ملي امینت ریاست د القاعده شبکې د ۳ قوماندانانو وژل تأئید کړل

د ملي امنیت عمومي ریاست په افغانستان کې د القاعده شبکې د درېیو مهمو قوماندانانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي امنیت له ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د القاعده شبکې دغه مهم قوماندانان تېره شپه د کونړ د غازي‌اباد ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د القاعده شبکې په وژل شویو کې فاروق‌القحطاني، بلال او یو بل غړی چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی د بهرنیو ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د ملي امنیت سره په همغږۍ وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت هم تائید کړې چې په کونړ کې یې د بې‌پیلوټه الوتکې په هوايي حمله کې د القاعده شبکې دوه مهم مشران په نښه کړي دي.