ارزګان چارواکي: د پولیسو یو قوماندان له ملګرو سره لادرکه شوی

ارزګان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د پولیسو د درېیم کنډک قوماندان له ۱۴ ملګرو سره په دغه ولایت کې لادرکه شوی دی.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال عبدالمالک نن ازادي راډیو ته وویل چې قاهرخان او ملګري یې له درې ورځو راهیسې لاردکه شوي خو د موندنې لپاره‌یې هڅې روانې دي.

نوموړی وايي چې دغه قوماندان له یوې نیمې میاشتې راهیسې له هغې وروسته چې ځیني امنیتي پوستې یې طالبانو ونیولې له خپلو ۱۴ ملګرو سره له یوه شخصي کوره په استفادې وظیفه اجرا کوله.