د غور د پېښې په اړه په ملي شورا کې د غور استازو غبرګون

په ملي شورا کې د غور یو شمېر استازي او د دغه ولایت ځیني مدني فعالان وايي، یو باصلاحیته پلاوی باید په غور کې د وژل شویو کسانو قضیه وڅېړي.

دوی نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال حکومت غور کې د بې‌ګناه خلکو د وژنې په قضیه کې په بې‌تفاوتۍ تورن کړ او سپارښتنه‌یې وکړه چې باید دې قضیې ته جدي پام واړول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هغو ۳۱ ملکي وګړو جسدونه چې په غور کې د وسله‎والو له لوري په ډزو وژل شوي وو نن خاورو ته وسپارل شول.

د سیمې خلک وايي چې په دغې پېښه کې ۳۱ تنه وژل شوي پنځه ټپیان شوي او لا هم د شپږو کسانو برخلیک معلوم نه‎دی.

افغان حکومت د دغې قضیې په اړه د پلاوي د ګمارلو په برخه کې څه نه‌دي ويلي خو ولسمشر او اجرائیه رئیس دغه پېښه په کلکه غندلې او ولسمشرۍ ماڼۍ وړاندې ویلي و له کومه چې دغه ملکي وګړي د داعش له لوري وژل شوي د دغې ډلې پر ضد به په غور کې اقدام وشي.