غور کې د وژل شویو شاوخوا ۳۰ ملکیانو جسدونه خاورو ته سپارل کېږي

ټاکل شوې نن غور کې د هغو شاوخوا ۳۰ تنو ملکي وګړو جسدونه خاورو ته وسپارل شي چې په ډزو وژل شوي دي.

غور ولایت کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د یادو کسانو د جنازې په مراسمو کې زرګونه تنو ګډون کړی او دا مهال جسدونه د کاسې کلي ته لېږدوي.

نوموړی وايي چې د جنازې مراسمو کې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا دوه زره تنو رسېږي او دوی د غور د والي او امنیه قوماندان د لیرې کېدو شعارونه هم ورکوي.

له بلې‌خوا د ۲۰۷م ظفر قول اردو قوماندان محي‌الدین غوري د جنازې په مراسمو کې ژمنه کړې چې ډېر ژر به په دغه ولایت کې د داعش پر ضد چې په خبره‌یې یاد ملکي کسان‌یې وژلي عملیات پیل کړي.

یاد کسان سې شنبې د غور ولایت په کاسې کلي کې د وسله‎والو په ډزو ووژل شول.

که څه هم د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه ضد و نقیض رپوټونه ورکړل شوي خو شمېر یې ۳۰ او ۳۶ تنو تر منځ ښودل شوی دی.