جوزجان چارواکي: درزاب کې داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده

جوزجان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت درزاب ولسوالۍ کې داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده.

د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر ازادي راډیو ته وویل چې دغې موضوع د درزاب ولسوالۍ پر امنیتي وضعیت بد اغېز کړی.

نوموړي همداراز په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ د وسله‎والو نښتو د زیاتېدو خبره ورکړی.

د جوزجان د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره له یو کال راهیسې په دغه ولایت کې داعش ډلې خپل فعالیت پیل کړی دی.