په هلمند کې د ۲۱۵م میوند قول اردو مسؤلین وايي چې ګرشک ولسوالۍ کې یې ۱۳وسلهوال مخالفین وژلي دي.
له دغې قول اردو څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسلهوالو پرون شپه د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل خو د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۳ تنه مخالفین ووژل شول.
په یوه بل خبر کې راغلي چې ارزګان ولایت کې ۳۱ وسلهوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ارزګان کې د څلورمې پلې لوا د عامه اړیکو مسؤل ازادي راډیو ته وویل چې یاد وسلهوال د افغان ځواکونو د توپچي بریدونو او ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې وژل شوي دي.
وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
په ورته وخت کې د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي چې پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۳ داعشیان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې چې اوس هم په دغې سیمه کې روان دي د داعشیانو ځيني پټنځایونه او څه اندازه وسلې هم لهمنځه وړل شوي دي.