د ایټالیا مرکز پرون یو ځل بیا قوي زلزلو ولړزاوو.
په دې زلزلو کې څوک نهدي وژل شوي خو ځیني کسانیې سخت ټپيان کړي دي.
د امریکا د جیولوژۍ ادارې ویلي چې لومړۍ زلزله د ریکتر په کچه پنځه اعشاریه څلور درجې وه، دوهمه زلزله بیا لږ څه قوي وه چې د ریښتر په کچهیې اندازه شپږ اعشاریه یوې درجې ته رسېده، درېیمه زلزله د ریښتر په کچه څلور اعشاریه نهه درجې وه.
په دې زلزلو کې څو زړې ودانۍ او تاریخي کلیسا ګانې ویجاړې شوې دي.
تر دې مخکې په اګسټ میاشت کې په ایټالیا کې مرګونې زلزله وشوه چې پهکې نېږدې درې سوه کسان ووژل شول او څو ښارګوټي وران شول.