د امریکا مرکزي قومانداني وايي، د القاعده شبکې پنځه غړي تېره اوونۍ په یمن کې په هوايي حمله کې وژل شوي دي.
دغې قومندانۍ تازه ویلي چې هوايي حمله د اکټوبر په ۲۱مه په مارب کلي کې شوې ده.
د دغو کسانو نومونه نهدي خپاره شوي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویاند جاش ژاک ویلي چې په یمن کې د القاعده شبکې یوه برخه د سیمې او امریکا لپاره جدي ګواښ دی.
د ژاک په خبره په یمن کې د القاعده حضور د دغه هېواد د بېثباتۍ یو عمده لامل دی.
نوموړي وویل امریکا په دې کار کوي چې اجازه ورنهکړي څو القاعده په یمن کې پټنځایونه جوړ کړي او جدي ګواښ رامنځته کړي.