ناټو: مدیترانه سمندرګي کې د روسیې پوځي هڅو ته اندېښمن یو

د ناټو سرمنشي وایي، د ناټو غړي په مدیترانه سمندرګي کې د روسیې پوځي هڅو ته اندېښمن دي.

ینس سټولټنبرګ تېر مازیګر بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ وویل، پر حلب د بمباري لپاره د روسیې د "کوزنیت سوف" بېړیو ځای پر ځای کېدل، اندېښنې زیاتې کړي دي.

سټولټنبرګ زیاته کړه:

"د ناټو جنوبي سرحدونو کې، روسیه د بشار الاسد د رژیم ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا د ډېرې اندېښنې وړ ده. روسیه د حلب ښار بمبارۍ ته دوام ورکوي چې په حقیقت کې هلته ناوړه بشري وضعیت پسې نور هم خرابوي. د دې بمباریو له امله هره ورځ نارینه، ښځې او ان ماشومان په خپلو کورونو او روغتونونو کې ساه ورکوي."

د ناټو سرمنشي په ورته وخت کې له روسیې وغوښتل چې په حلب کې د اوربند د ټینګېدو لپاره رښتینې هڅې وکړي او پرېږدي چې هلته بشري مرستې ورسېږي.