د مرستندویه ټولنو سرچینې او څارونکي وایي چې د سوریې او روسیې د هوایي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د ادلیب په ښار کې لږ تر لږ ۲۶ تنه وژل شوي دي.
د دغو سرچینو په وینا اکثره قربانیان د ښوونځي زدهکوونکي دي.
ځینو سرچینو د دې بمباریو وېډیو او عکسونه په فېسبوک او نورو انټرنیټي پاڼو کې خپاره کړي دي.
دوی وایي چې بمباري د ادلیب په ښار کې د حاص په سیمه کې پر یوه مکتب او د استوګنې پر کورونو شوې ده.
په دې ترڅ کې د سوریې دولتي ټلوېزیون د امنیتي چارواکو په وینا خبر ورکړی چې د حاص په سیمه کې د هوایي ځواکونو د بمبارۍ په ترڅ کې یو شمېر یاغیان وژل شوي دي.
بل لور ته د مدني دفاع شبکې په نوم یو بنسټ وایي چې د چهارشنبې ورځې د بمبارۍ د قربانیانو په منځ کې لږ تر لږه شل تنه ماشومان دي.
ادلیب د حلب ښار ته نېږدې پروت دی او د بشار الاسد رژیم د سیاسي مخالفانو یوه مهمه اډه ده.