د بخښنې نړیوال سازمان د غور مرګونې پېښه وغندله

د بخښنې نړيوال سازمان د غور ولايت په فيروز کوه ولسوالۍ کې د دېرشو ملکيانو وژنه غندلې ده.

امنسټي انترنېشنل دا يو وحشيانه عمل بللی دی او نن په خپره کړې اعلاميه کې يې ويلي چې دا نه‌توجهه کېدونکی جنایت دی.

همداراز جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشر غني له قوله ویلي چې د ملکي وګړو د وژل کېدو د پېښو له عاملانو به د عامو وګړو د وینې انتقام واخلي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې هم دا پېښه په سختو ټکو غندلې ده، دا پېښه‌يې يوه لويه غميزه بللې او د عاملينو د نيول کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

یو شمېر وسله‌والو چې ځانونه‌یې داعش ډلې پورې اړوند بلل تېر ماښام‌یې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه ولایت والي محمد ناصر خاضع ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د غور د ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان ویلی وو چې په دې پېښه کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غور چارواکو همدارنګه ویلي له دې پیښې وړاندې د افغان ځواکونو عامو خلکو او وسله‌والو تر منځ په نښته کې د وسله‌والو یو قوماندان هم وژل شوی دی.