د میدان وردګو سیمهییز چارواکي وایي چې د کابل-غزني د لویې لارې د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه لاره نن سهار د وسلهوالو مخالفانو د حملو له امله تړل شوې ده.
نوموړې وویل چې د وسلهوالو مخالفانو پر ضد عملیات روان دي.
ښاغلي منګل وویل چې تر اوسه په دې نښته کې شپږ تنه وسلهوال مخالفان وژل شوي دي.
خو تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.