امین کریم: د حکومت او حزب اسلامي کمېټه به ډېر ژر کار پیل کړي

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د هوکړه‌لیک د پلي کېدو ګډه کمېټه وایي، ټاکل شوې چې دغه کمېټه تر راتلونکو دوو ورځو پورې خپل کار پیل کړي.

د دغې کمېټې یوه غړي محمد امین کریم نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې برخه کې مهم ګامونه اخیستل شوي دي او تمه ده چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې دغه کمېسیون د دولت له‌خوا په رسمي ډول پرانیستل شي او خپل عملي کار پیل کړي."

افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي څه موده وړاندې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ او د دغه هوکړه‌لیک د پلي کېدو لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو سلا وشوه.