د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په هدفیې پروان ولایت کې د نهه نیم لکو افغانیو په لګښت ۱۲۹ زېرمتونونه جوړ کړي دي.
د دغه وزارت ویاند لطفالله راشد ازادي راډیو ته وویل چې په دغه زېرمتونونو کې به له ۲۰ ټنه زیات د پیازو حاصلات ساتل کېږي او په هر زېرمتون کې ډېرو کورنیو ته په دوامداره توګه د کار زمینه برابره شوې ده.
ښاغلی راشد وایي، له دې سره به کروندګرو ته د کرنیزو حاصلاتو د ښه ساتلو زمینه برابره شي.