یو شمېر افغان ژباړونکي نن په کابل کې د کاناډا سفارت مخې ته د احتجاج په ډول راټول شوي وو او غوښتنهیې وکړه چې کاناډا دې د دوی غوښتنو ته پام وکړي.
فدا محمد پوپل د دغو ژباړونکو په استازیتوب ازادي راډيو ته وویل چې دوی په افغانستان کي له کاناډایي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه کار کړی او اوسیې ژوند په دې هېواد کې په خطر کې دی.
دوی وویل چې کاناډا حکومت له دوی سره پخوا ژمنه کړې وه چې د کار په بدل کې به دوی کاناډا ته غوښتل کېږي، خو په وینا یې چې تر اوسه کاناډا پر خپلې دغې ژمنې عمل نهدی کړی.
لا تر اوسه په کابل کې د کاناډا سفارت په دې هکله څه نهدي ویلي.