د غور والي: غور کې داعش ته منسوب وسله‌والو ۳۰ ملکیان وژلي

د غور سیمه‌ییز چارواکي وایي، یو شمېر وسله‌والو چې ځانونه‌یې داعش ډلې پورې اړوند بللي تېر ماښام‌یې دغه ولایت کې ۳۰ ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه ولایت والي محمد ناصر خاضع ازادي راډيو ته وویل چې په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې وړاندې د غور ولایتي شورا رئیس فضل‌الحق احسان ویلي وو چې په دې پېښه کې ۲۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غور چارواکو همدارنګه ویلي له دې پېښې وړاندې د افغان ځواکونو عامو خلکو او وسله‌والو تر منځ په نښته کې د وسله‌والو یو قوماندان هم وژل شوی دی.