د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په استانبول کې د دې هېواد په قونسلګرۍ کې هغه پلان شوی کنسرټ لغوه کړی چې د عثماني ترکیې لهخوا د ارمنیانو د ډلهییزې وژنې او تر یو نیم میلیون څخه د زیاتو د اجباري ایستنې په اړه وو.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت دې پرېکړې داسې انتقادونه راپورته کړي چې ګوندې جرمني د ترکیې فشارونو ته غاړه ایښې.
د عثماني ترکیې لهخوا د لومړنۍ نړیوالې جګړې پر مهال د ارمنیانو وژنه ځینو تاریخپوهانو ډلهییزه وژنه بللې ده.
خو ترکیې دا مسئله رد کړې او وايي، یو کم شمېر ارمنیان هغه وخت وژل شوي چې علتیې کورني جنګونه وو نه د دې عیسوي اقلیت د لهمنځه وړلو لپاره د عثماني حکومت پلان.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ډریسډن د سیمفوني ارکسټر تهیې احوال ورکړی چې دا کنسرټ چې ټاکل شوې وه د نومبر په دیارلسمه نېټه جوړ شي لغوه شوی.
د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او صدراعظم بن علی ییلدریم په شمول د ترکیې لوړپوړو چارواکو ته هم په دې کنسرټ کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.