د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي چې د دوی په مشرۍ ائتلافي قواوې د سوریې د "رقه" ښار بېرته نیولو لپاره تیاری نیسي.
کارټر پرون سې شنبه پاریس کې د ائتلاف د ۱۳ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته، څرګنده کړه چې د "رقه" ښار د بېرته نیولو عملیات به د موصل د بېرته نیولو له عملیاتو سره سم ترسره شي.
هغه په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
"رقه" په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش وسلهوالو اصلي مرکز ګڼل کېږي.