یو ایراني‌الاصله امریکايی په بند محکوم شو

د روبین شاهیني په نوم یو ایراني‌الاصله امریکايی پر ټولنیزو رسنیو د داسې معلوماتو د خپرولو له امله په ۱۸ کاله بند محکوم شو چې د ایران اسلامي جمهوري ته له سپکاوي ډک بلل شوی دی.

د روبین شاهیني یوه نېږدې ملګري ویلي چې پر هغه امریکا ته د جاسوسۍ تور هم لګېدلی و.

د روبین شاهیني ملګري د ازادي راډیو له فردا برخې سره په مرکه کې پرون سې شنبه څرګنده کړه چې شاهیني درې میاشتې په ایران کې بندي و او د محاکمې جریان‌یې په ډېرې چټکۍ ترسره شوی دی.