ملګري ملتونه وايي، داسې رپوټونه ورته رسېدلي چې د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش موصل ښار ته د عراقي ځواکونو له نېږدې کېدو سره ګڼ شمېر ملکي وګړي په ډلهییز ډول وژلي دي.
د دې سازمان د بشري حقونو کمېسيون پرون سې شنبې وویل چې د موصل په ۳۵ کېلو مترۍ کې د تلول ناصر په نوم سیمه کې لږ تر لږه ۷۰ جسدونه موندل شوي چې په مرمیو لګېدلي دي.
خو دې کمېسیون ویلي چې خپلواکو سرچینو تر اوسه دا رپوټونه نهدي تائید کړي.