د ننګرهار پچیراګام کې د جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ تښتېدلي

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ نورو سیمو ته تښتېدلي دي.

د ازادي راډيو خبریال وايي چې ډېرې کورنۍ په جلال‌اباد او شاوخوا سیمو کې پرتې دي.

له پچیراګام ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې جلال‌اباد ته تښتېدلی وايي:

"خلک داسې راوتلي چې هېڅ شی یې نه‌دی ورسره اخیستی، هر چا یوازې خپل ماشومان تر بغل لاندې کړي او تللي دي."

د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګیاڼی وايي چې بې‌ځایه شویو خلکو ته د مرستو رسولو هڅې کوي خو امکانات‌يې محدود دي.