د جوزجان د درزاب ولسوالۍ د قزل غوش کلي ملا محمد نبي له حکومت سره د همکارۍ په تور ووژل شو.
د سیمې خلکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې مولوي محمد نبي د داعش وسلهوالو وژلی دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي، مولوی محمد نبي د خپل کلي د ملايۍ تر څنګ د درزاب ولسوالۍ د معارف ریاست په دیني مدرسه کې تدریس کاوه.
د داعش وسلهوالو څو ورځې وړاندې د ننګرهار په پچیر اګام ولسوالۍ کې هم ۱۰ تنه ووژل چې مخور کسان او قومي مشران پهکې و.