ولسمشر اشرف غني د قطر د پخواني امیر شیخ خلیفه حمد آل ثاني د مړینې له امله د غمشریکۍ په هدف نن دوحې ته روان شو.
د جمهوري ریاست د بیان له مخې، ولسمشر غني به له قطري چارواکو سره د لیدو پر مهال د افغانستان په استازیتوب د قطر حکومت او خلکو ته تسلیت ووایي.
بیان زیاتوي چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا مشر مولوي قیامالدین کشاف، د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري او یو شمېر نور چارواکي ملتیا کوي.