افغان مشرانو کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز حمله وغندله

ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بلوچستان ایالت مرکز کوټې ته څېرمه د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز د تېرې شپې حمله په سختو ټکو وغندله.

د جمهوري ریاست په بیان کې راغلي، ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ دی او ولسمشر غني یو وار بیا له دغې پدیدې سره د مبارزې لپاره په ملي او سیمه‌ییزه کچه پر هڅو ټینګار کړی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په خپله ټویټرپاڼه کې د کوټې د حملې د قربانیانو له کورنیو او دوستانو سره غمرازي ښودلې ده.

په کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د وسله‌والو په حمله کې لږ تر لږه ۵۹ پولیس ووژل شول او له سلو زیات ټپیان دي.