اوچقون: تمه ده پاکستان د افغان سولې سره همکاري وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبیني څرګندوي چې ښایي پاکستان دا ځل د سولې په بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د سولې د شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل چې شرایط اوس توپیر لري ځکه پاکستان اوس منزوي شوی او نړیوالو هم دا درک کړې چې ترورېستان له افغانستانه بهر اډې لري.

دی وايي:

"ډېره امیدواري شته چې پاکستان دا ځل په خپله چمتو شوی وي او په افغانستان او سیمه کې د ثبات لپاره له دغه هېواد او نړیوالې ټولنې سره صادقانه همکاري وکړي."

دا خوشبیني داسې مهال ښودل کېږي چې په وروستیو کې اسلام‌اباد د طالبانو مشرانو ته ګواښ کړی چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي که نه نو پاکستان به دوی او کورنۍ یې له خپلې خاورې وباسي.