خوګیاڼی: وسله‌والو تورخم کې پر امنیتي پوستې حمله کړې

د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي په تورخم کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته وسله‌وال برید شوی.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وایي، تېره شپه ناوخته وسله‌والو طالبانو په تورخم کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز برید کړی.

نوموړی وايي، په دې برید کې سرحدي سرتېرو ته تلفات اوښتي، خو کره شمېره‌يې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه نه‌کړه.

خو په تورخم کې یوې باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ویلي چې په دې برید کې د سرحدي ځواکونو اته سرتېري وژل شوي او درې نور زخميان شوي.

یاده سرچینه وايي، د برید په پایله کې یاده پوسته د لنډې مودې لپاره د وسله‌والو په لاس کې وه، خو وروسته سرحدي ځواکونو پوسته بېرته ونیوله او ځواکونه‌يې په‌کې ځای پر ځای کړي.

د دولت وسله‌والو مخالفينو د دې برید په تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ويلي.