مسکو کې د یوه ماشوم په قتل تورنې ښځې په خپل جرم اعتراف وکړ

مسکو کې د یوه څلور کلن ماشوم په قتل تورنې ښځې پرون دوشنبه په خپل جرم اعتراف وکړ.

هغه د روان کال د فبرورۍ میاشتې په نهمه د مسکو پولیسو نیولې وه.

د پولیسو په وینا، دا ۳۸ کلنه ښځه د ازبکستان ده او ګلچهره بابکولووا نومېږي.

دا په مسکو کې محکمې ته راوستل شوې وه او د محکمې په حکم مجرمه وپېژندل شوه.

هغه د یوې وېډیو تر خپرېدو وروسته ونیول شوه.

په‎دې وېډیو کې لیدل کېږي چې د یوه ماشوم سر یې په لاس کې دی او «زه ترورېسته یم» نارې وهي.

د څارنوالانو په وینا، ګلچهرې د هغې کورنۍ د څلور کلن ماشوم سر پرې کړی و چې دا ورسره مزدوره وه او بیا یې کور ته اور اچولی و.

یو شمېر څارونکو ویلي چې هغې رواني ناروغي درلوده.