رپوټونه وايي چې د عراق امنیتي ځواکونو او کُردي ملېشو یا پېشمرګه په موصل کې د داعش پر ضد په پوځي عملیاتو کې پرمختګ کړی دی.
ویل کېږي چې عراقي ځواکونو د موصل ښار ته نېږدې څو کلي د داعش له وسلهوالو نیولي دي.
ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۰ ملکي کسان هم ژغورلي چې په یوه ښوونځي کې پټ شوي وو.
د موصل ښار جنوبي لوري ته د داعش د وسلهوالو او عراقي ځواکونو تر منځ د شدیدې جګړې خبر ورکړل شوی دی.
د عراق په شمال غربي سیمه سینجار کې هم پېشمرګه ځواکونو د داعش پر ضد عملیات کړي چې ۱۵ تنه وسلهوال پهکې وژل شوي دي.